د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازئ کای ایډه په واشنګټن کې دئ

ژباړونکئ او ویاند: جان آقا الکوزئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازئ کای ایډه په واشنګټن کې دئ او له امریکایی چارواکو سره د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس په هګله چی د روانې میلادي میاشتې په پای کې به په هالنډ کې جوړ شي، خبرې اترې کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي کای ایډه تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن او د ملي امنیت د سلاکار جیمز جون په ګډون له ځینو چارواکو سره وکتل او ټاکل شوې چې د جمهور رئیس له مرستیال جو بایډن او د دفاع له وزیر سره هم وګوري.

په اعلامیې کې راغلي امریکايي چارواکو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماموریت څخه بشپړ ملاتړ څرګند کړئ.
د هالنډ په هاګ کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس، د امریکا په وړاندیز جوړیږي او د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزی پشمول د یوشمیر هیوادونو مشران او استازي به پکې ګډون وکړي.
ایران ته هم په دی کنفرانس کې چې د ملګرو ملتونو عمومی منشي بانکيمون به یې پرانیزي، د ګډون بلنه ورکړل شوې.