د اورپایی اتحادیی دبهرنی پالیسی مشر خاویر سولانا نن په براکسل کی دیوی خبری غونډی په ترڅ کی وویل : په اورپا کی د امنیت نوی سبک ته چی ماسکو یی غوښتنه کوی اړتیا نشته .

هغه وویل داممکنه ده چی د ناټو او روسی پر شورا په موثره توګه کار وشی او پر مختګ پکی راشی . دهغه تر خبرو وروسته په یادی شوی خبری غونډی کی دروسی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوارف وویل په اروپا کی امنیت پرهغو سازمانونو اړه لری چی د روسیی په شان هیوادونه چی غړی یی نه دی له شمولیته محروم کړی دی .