د ناتو عمومي منشي ياپ دي هوپ شيفر نن په كابل كې وويل چې په افغانستان كې وضعه د اندېښنې وړ نده او د دې هېواد په شمال او لوېديځ كې امن ښه دى خو په جنوبي ولايتونو كې ممکن یو څه ستونزې وي.
شيفر چې د افغانستان له جمهور رئیس حامد كرزي سره يوځاى یی په خبری کنفرنس کی خبری کولی دا یی هم وویل ناټو غواړي د ملكي خلکو د مرګ ژوبلی د مخنيوي لپاره په یوې پالیسی کار وکړی او دئ به پدی اړه په راتلونکی اوونۍ کی دامريكا له جمهور رئیس بارك اوباما سره هم وګوري. شېفر وويل د افغانستان له انتخاباتو سره د مرستې په مقصد به په افغانستان كې خپل څلور نور كنډكونه هم ځاى پر ځاى كړي.
جمهور رئیس حامد كرزي كابل ته د ناتو د عمومي منشي سفر وستايه او ويې ويل افغانان په خپل هېواد كې سوله غواړي، افغانان د افغانستان خاوندان دي او هیچا ته اجازه نه وركوي چې د دې خاورې د ملكيت دعوا وكړي.