د مرحوم داود خان فاتحه اخیستله کیږی

د افغانستان د لومړني جمهور رئیس سردار محمد داود خان او د هغه د كورنۍ د نورو غړو فاتحه سباد پنجشنبه په ورځ د كابل په شپږو جوماتونو او په نوروولايتونو او ولسواليو كې اخيستله كېږي.
په دې اړه موظف شوي كميسيون له ټولو افغانانوڅخه هيله كړې چې د فاتحې په دغو مراسمو كې دی ګډون وکړی او د مرحوم محمد داود او د هغه دكورنۍ د وژل شويو غړو روح ته دی دعا وكړي.
د محمد داود خان او د هغه د كورنۍ د شپاړسو نورو غړو مړي د دوشنبه او سه شنبه په ورځو د كابل په لوېديځ کی خاورو ته وسپارل شول.