په پاکستان کی وسله والو پولیس وژلی

د پاکستان د صوبه سرحد ایالت په کوز دیر کی د وسله والو په یوې حملی کی نن دری تنه پولیس مړه او دوه نور ټبیان شول. د چګدری په کلی کی نښته هغه مهال وشوه چی یو زیات شمیر وسله وال د یوه ښوونځی بهر راټول شوی وو. وسله والو د پولیسو په یوې ګزمی باندی د توغندی ډز وکړ او مرګ ژوبله پکی وشوه. پولیسو په وسله والو متقابلی ډزی وکړی خو هغوی په تیښتی بریالی شول. دیر د باجوړ قبایلی سیمی ته چی د پآکستان پوځ پکی له وسله والو سره په نښتو کی ښکیل دئ، نږدی پروت دئ.