زیات شمیر عسکر د افغانستان ستونزه نه حل کوی

د امریکا د مرکزی قوماندی مشر جنرال ډیویډ پیتریاس وایی افغانستان ته د زیات شمیر عسکرو استول ممکن د ستونزی حل نه وی.
پیتریاس د جمعی په ورځ د امریکا د کنټیکټ ایالت په یوې غونډی کی وویل افغانستان ته د عراق د ۲۰۰۷ کال د ستر شمیر عسکرو د استولوپه څیر د ځواکونو استول ځکه ممکن کار ورنکړی چی په افغانستان کی د پوځونو لپاره کافی تاسیسات نشته.
په افغانستان او عراق کی د امریکا د پوځ دا لوړ رتبه مشر وایی په افغانستان کی وضعه مخ په خرابیدو ده او له ښه کیدو مخکی بدی ورځی هم په مخکی دی. جنرال پیتریاس وایی په افغانستان کی د یوه باثباته حکومت د جوړولو لپاره زیاتو بهرنیوپوځی او ملکی منابعو ته اړتیا ده.
د امریکا د مرکزی قوماندی مشر جنرال پیتریاس وایی د افغانستان د ستونزو دوام د بنسټ پآلو شبکو اود نشه یی موادود شبکو موجویدت او د افغان حکومت د ورو پرمختګ نتیجه ده.