د پاکستان د حکومت مخالفين وايي چې د حکومت ضد کمپاين او مظاهرو ته به دوام ورکړي.

د پاکستان د مدافع وکيلانو ټولنې ژمنه کړه ده چې د پوليسو له خوا د وهل کېدو او د ځينو فعالانو له نيول کېدو سره سره به د حکومت ضد کمپاين او مظاهرو ته دوام ورکړي.
پاکستاني چارواکو په وروستيو څو ورځو کې سلګونه سياسي فعالان او مدافع وکيلان بنديان کړي او د دوی د هغو موټرو د کاروانونو مخه يې نيولې ده چې په اسلام آباد کې د دوشنبې د ورځې د مارش لپاره تياري نيسي.
پاکستاني چارواکو په هېواد کې د روان سياسي بحران د حل لپاره مخالفينو ته دخبرو بلنه ورکړې خو په همدې حال کې پوليسو د سياسي فعالانو ځپل پيل کړي دي.
په همدې حال کې ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم يوسف رضا ګېلاني د روان حالت په اړه د بحث لپاره سره کتلي دي. زرداري د پوځ له مشر جنرال اشفاق کياني سره هم کتلي دي. مخالفين په هېواد کې د قضا د آزادۍ او دجنرال پروېزمشرف له لوري د ګوښه شوي پخواني قاضي القضات افتخار چودري د بيا تقرر غوښتنه کوي.
پاکستاني چارواکو ويلي چې دې مظاهرو ته به چې مقصد يې د پاکستان بې ثباته کول دي، اجازه ورنکړي.