د هالنډ پوليسو اوه مشکوک کسان په مرکز امستردام کې ديو تروريستي بريد د تنظيمولو په تور نيولي دي.

چارواکي وايي چې په نيول شويو اوو کسانو کې شپږ نارينه او يوه ښځه ده چې عمرونه يې له نونسو کالو تر څلورشپېتو پورې دی او ټول مراکشي الاصله هالنډيان دي. د هالنډ د امنيتي چارواکو په وينا، په دې ډله کې يو تن پر دوه زره څلورم کال د اسپانيې د مرکز مادريد د اورګاډي په ليکه کې په بمي حمله کې چې يوسل او يو نوي کسان يې ووژل، لاس درلود.
پوليس وايي مشکوک کسان يې وروسته له هغه ونيول چې له بلجيم څخه چا د امستردام په بازارونو کې د چاودنو په اړه ټلفوني خبرداری ورکړ.