دامریکا یو لوی دفاعی چارواکی وایی سپینه ماڼی به دافغانستان او پاکستان په اړه خپله نوی ستراتیژی یا جنګی تګ لاره راتلونکی اونی تکمیل کړی ۰

دامریکا ددفاعی چارو دغه لوړ رتبه مقام پرته لدی چی خپل نوم واخلی درویترز خبری آژانس ته ویلی چی په نوی ستراتیژی کی به هڅه وشی چی هغو لومړنیو اصولو ته مراجعه وشی چی امریکا دهغو پراساس اوه کاله پخوا دسپتمبر له تروریستی بریدونو وروسته په افغانستان کی مداخله وکړه ۰

ده زیاته کړه چی دپاکستان په اړه امریکا کوشش کوی چی ددغه هیواد دامنیت ، اقتصاد ، او سیاسی چارو دټینګښت لپاره یوه هراړخیزه لاره غوره کړی ۰