افغان ولسمشر حامد کرزی د ایکو یا د سیمه ییزی اقتصادی همکاری د سازمان له غړیو څخه وغوښتل چی له دی هیواد سره د مخدره موادو پرضد مبارزه کی مرسته وکړی.

کرزی نن په تهران کی د دی سازمان غونډی ته په وینا کی وویل چی د مخدره موادو سوداګری او تروریزم سره مستقیمی اړیکی لری.
افغان ولسمشر د دی سازمان د غونډی تر څنګ د پاکستان له ولسمشر اصف علی زرداری سره هم ولیدل.
دافغان ولسمشرمطبوعاتی دفتر خبر ورکوی چی دواړو مشرانو ددوه اړخیزی همکاری د ټینګښت او د تروریزم په وړاندی د ګډی مبارزی په اړه خبری وکړی.