د امریکا د جمهور رییس مرستیال ناتو ته خبردارئ ورکړ

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رییس مرستیال جو بایډن ناتو متحدینو ته نن وویل په افغانستان کی مخ په خرابیدونکئ امنیتی حالت د ناتو د هر غړی هیواد امنیت له ګواښ سره مخامخ کوی.
بایډن په برسل کی د ناتو د ۲۶ غړیو هیوادونو د استازو غونډی ته د وینا په مهال خبردارئ ورکړ چی افراطیان یو ځل بیا په افغانستان او پاکستان کی ځانونه سمبالوی:
له دغه ځایه القاعده او بنسټ پالی متحدین یی یو ځل بیا د نړی د خلکو په ضد ، د افغانستان، پاکستان، هند ، متحده ایالاتو ، اروپا او آسترالیا په ضد د نویو بی رحمیو لپاره ځانونه سمبالوی.
---
د امریکا د جمهور رییس مرستیال زیاته کړه: واشنګټن غواړی له سیمی څخه د افراطیانود ګواښونو د لیری کولو په کار کی له خپلو اروپایی متحدینو سره له نږدی کار وکړی.
جمهور رییس بارک اوباما د افغانستان په پالیسی له سره غور کوی. ده افغانستان ته د نورو ۱۷ زرو عسکرو د استولو امر کړئ او له اروپایی متحدینو څخه هم غواړی چی دی هیواد ته دی نور عسکر واستوی.
د امریکا د جمهور رییس مرستیال جوبایډن به د ورځی په ورستیوکی د اروپایی اتحادیی په مرکز کی له لوړرتبه چارواکو سره هم وګوری.