د روسیی جمهور رییس دیمتری میدودیف نن د امریکا د جمهور رییس بارک څرګندونی او اشاری بیخی مثبتی وبللی او هر کلئ یی وکړ.
میدودیف دا خبره نن په کریملن کی د امریکا او روسیی تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د امریکایی کمیسیون له یو شمیر غړیو سره په غونډی کی وکړه:
په خواشینی سره باید ووایم چی په تیرو څو کلونو کی زمونږ په اړیکو کی د نظروړ خرابئ راغلئ. مونږ له دی امله ډير خپه یو. مونږ باور لرو چی د امریکا او روسیی تر منځ اړیکو کی د نوی فصل د پرانستلو لپاره هر ډول فرصت لرو. د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما کومی اشاری چی نن مونږ ته ورسیدی، زما په نظر په بشپړډول مثبتی دی.
-----
میدودیف دغه راز ومنله چی د لومړی ځل لپاره به د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د اپریل په میاشت کی په لندن کی د شلو سترو صنعتی هیوادونو په غونډی کی وګوری