په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو یو قوماندان جان جانسن وایی سږکال د افغانستان او پاکستان د پولی په اوږدو کی پرتو سیمو کی ځکه شخړی زیاتی وی چی ژمئ ډیر سوړ نه و، او وسله والو په اسانی سره د پولی دواړو خواو ته تګ راتګ کاوه.
جانس چی په خوست کی د امریکایی ځواکونو قوماندان دئ په یوه ویدیویی کنفرنس کی یی وویل وسله وال دا مهال اکثر وختونه افغانی ځواکونه په نښه کوی. دئ وایی د تیر کال په پرتله د روان عیسوی کال په لومړیو دوو میاشتو کی د وسله والو حملی او فعالیتونه په سلو کی شل زیات شوی.