د ملګرو ملتونو امنیت شورا ونشو کړای د سوډآن د هغی پریکړی په ځواب کی چی له دارفور څخه یی د نړیوالو مرستندیو موسسو د ایستلو امر کړې، په یوې ګډی اعلامیی باندی سلا شی.
ډپلوماتان وایی د سوډان متحد، چین د امنیت شورا اعلامیه چی له سودان څخه غواړی خپله پریکړه دی بیرته واخلی ، ونه منله.
سوډان وروسته له هغی ۱۳ سترو مرستندیو موسسو ته د وتلو امر وکړ چی د جنګی جرمونو نړیوالی محکمی تیره اوونی په دارفور کی د بشری ضد جرمونو په تور د جمهور رییس عمر البشیر د نیولو امر صادر کړ.
ملګری ملتونه وایی که له دارفور څخه دا موسسی ووځی نو د زرګونو کسانو ژوند به له خظر سره مخامخ شی.
په ملګرو ملتونو کی د امریکا سفیری سوزان رایس د جمعی په ورځ د سوډان د حکومت پریکړه وغندله او دا یی د بی پروایی او بی عاطفی عمل وباله.