د زعفرانو ګروندګر ته د وزیر محمد اکبر خان مډال ورکړ شو

د افغانستان جمهور ريس حامد كرزي په هرات ولايت كي د زعفرانو يو تن كروندګر ته د وزير محمد اكبر خان عالي ميډال وركړ.
د افغانستان د جمهوري رياست لخوا په يوي اعلامي كي راغلي چی حاجي اكبر په افغانستان كي د زعفرانو د كرلو مبتكر دئ او په سلګونو بزګران یی هڅولي چی د كوكنارو په ځآي زعفران وكري.
اعلاميه زياتوي حاجي اكبر لومړئ د هرات ولايت په پشتون زرغون ولسوالي كي په تقريبا سل متره مربع ځمكه كي زعفران وكرل او اوس د هغه د کر ساحه شلو جريبو ته پراخه شویده.
په نړيوالو بازارونو كي د يوه كيلو ګرام زعفرانو بيه د څلورو او دولسو زرو ډالرو ترمنځ ده.