کاناډآ د روسیی جنګی الوتکه ګرځولی ده

د کاناډا د دفاع وزیر پیتر مککی وایی د دوی جنګی جټ الوتکو تیره اوونی اوټاوا ته د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د سفر په مهال د روسیی یوه بم غورځوونکی الوتکه په شمالی قطب کی د کاناډا فضا ته له داخلیدو مخکی بیرته ګرځولی وه.
د کاناډآ د دفاع وزیر وایی روسی الوتکه د کاناډا فضا ته داخله شوی نه وه خو د دوی دوو CF-18 جنګی الوتکو په نړیوالی فضا کی ورته د بیرته ستندیدو خبر ورکړئ و.
پیتر مککی ونه ویل چی دا د روسیی د پارونی کوم عمل و خو زیاته یی کړه چی دا یوه قوی تصادفی پیښه وه.