د امریکا په کینټکی ایالت کی د پوځی محکمی یوه ژوری هییت د یوه عراقی بندی د قتل په اړه د امریکا د پوځ یو افسر مجرم وپیژاند. د تیری می میاشت کی لومړی بریدمن مایکل بهینا د تحقیقاتو په جریان کی علی منصور محمد وژلي و. بهینا وایی ده نوموړئ عراقئ په قصدی ډول ندئ وژلئ او له خپل ځانه یی دفاع کړی ده. خو څارنوالانو په خپلو بیانونو کی ویلی چی لومړی بریدمن بهینا د بایجی ښار ته نږدی د اورکاډی پټلی ته څیرمه پټ ځای کی د علی منصور وژنه پلان کړی وه.