چاپان وايي له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو په لړ کې به د شپږو مياشتو لپاره د اتيا زرو افغان پوليسو معاشونه ورکړي.
د چاپان د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي وویل دوي به همداراز په افغانستان کې د ۲۰۰ ښوونځیو، سلو روغتونونو د جوړولو او د زرګونو ښوونکو د روزنې لګښت هم په غاړه واخلي.
په دغو پروژو به د توکیو په کنفرانس کې د چاپان له خوا له افغانستان سره د اعلان شویو مرستو پاتې ۵۲۰ ملیونه ډالره ولګول شي.
چاپان له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر اوسه له افغانستان سره د دوه ملیارډو ډالرو ژمنه کړي چي شاوخوا ۱،۴۸ ملیارډه ډالر يي لګولي دي.