والو طالبانو د کندهار ښار د هدیرې په سیمه کې د پولیسو په یوې امنيتي پوستې حمله کړي.

تیره شپه وسله والو طالبانو د کندهار ښار د هدیرې په سیمه کې د پولیسو په یوې امنيتي پوستې حمله وکړه.
د کندهاریوه چارواکي ازادۍ راډیو ته ويلي په برید کې دوه پولیس ژوبل شوي ووچې یوه يي وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
نوموړي وویل په نښته کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي ادعا کوي، چې په حملي کې اووه پولیس وژل شوي دی. چارواکو د دوی ادعا رد کړې ده