طالبانو په سوات کي اوربند غزولئ دئ

د پاکستانيو طالبانو وياند مسلم خان نن وويل وسله والو په سوات دري کي اوربند، د يوې نامعلومي مودي لپاره غزولئ دئ.
خان وايي د وسله والو طالبانو مشر مولانا فضل الله نن له شورا سره غونډه وکړه او د لسو ورځو اوربند په غزولو چي سبا ته ختم کيده، او دغه راز د بنديانو په خوشي کولو سلا شو.
د پاکستان حکومت له وسله والو سره يوه لانجمنه معالمه کړي وه او په سوات دري کي يي د اسلامي شريعت له جاري کيدو سره موافقه کړي وه.
د سوات سيمه ايز حکومت د اوربند هرکلئ کړئ او په سيمه کي د دائيمي سولي لپاره هيله من دئ. د شخړو له وجي په زرګونو اوسيدونکي له سيمي څخه تښتيدلي دي.
د سوات د اوربند معاملي په امريکا، اروپا ، افغانستان او هند کي انديښني رامنځ ته کړي او ممکن د پاکستان په شمال لويديځ ولايت کي د القاعده او طالب وسله والو فعاليتونه زيات کړي.
په سوات کي د اسلامي شريعت د جاري کولو لپاره کومه ټاکلي نيته نده اعلان شوي.