د امريکا اولس مشر بارک اوباما نن په خپلي اونيزي راډيويي وينا کي وويل : هغه او اداره به يي ددي هيواد د اقتصادي وضعيت بيارغوني او کنترول لپاره ټولي ممکني هڅي وکړي .

د امريکا د کانګرس د بوديجې د دفتر په حواله دامريکا په بوديجه کي موقت کسر په روان مالي کال کي به يو اعشاره دوه تريلينونو يعني دوه زره او دوسوه ملياردو ډالرو ته لوړ شي .
دا کسر د تير مالي کال په دسمبر کي څلور سوه اته ديرش مليارده ياد شوي وو .په دې ارقامو کي د اوه سوه او اتيا ملياردو ډالرو اقتصادي پلان شامل نه دي چې تيره مياشت د جمهور ريس اوباما په لاس ليک سره توشيح شو.