ملګري ملتونه واي په ٢٠٠٨ميلادي کال کى افغانستان کى د نشي موادو کښت او توليد کم شوى دى

د نشي موادو پر ضد د مبارزى ادارى ويلي په افغانستان کى په ٢٠٠٨ميلادي کال کى دکوکنارو کښت او د اپيومو توليد کى کموالى راغلى دى.

ددغى ادارى د معلوماتو له مخى افغانستان اوس د نشي موادو د زيات توليد ونکى هيوادونو په لست کى دوهم دى.

ملګرو ملتونو ويلي د نشي موادو د توليد کموالى په افغانستان کى د نړى والو لخوا بديل کښتونو ته د کروندګرو دهڅونى نتيجه ده.

دا مهال د افغانستان په او ولايتونو کى چيرته چى نړى وال ځواکونه له طالبانو سره په جګړو بوخت دي اوس هم زيات نشي مواد توليديږي.