پاکستان ته د ولسمشر کرزي سفر وځنډيده

پاكستان ته د جمهور ريس حامد كرزي سفر چه ټاكل شوي وه نن بايد ترسره شوي واي يوي ناڅرګندي نيټي پوري وځنډول شو

د جمهور ريس حامد كرزي يوه وياند احمد ضيا سيامك نن ازادي راډيو ته وويل چه پاكستان ته د حامد كرزي سفر د خرابي هوا له امله وځنډيده

تمه كيده چه جمهور ريس حامد كرزې به په خپل دغه دوه ورځني سفر كي د پاكستان له جمهور ريس ، صدراعظم او د بهرنيو چارو له وزيره سره كتلي وه

خو تر دي مهاله دا روښانه نه ده چه د ولسمشر دغه سفر به په راتلونكي كي څه وخت ترسره شي