د حماس يو لوړ رتبه سياسي مشر ويلي دي ، په غزه کي د جګړي د پاي ته رسولو لپاره د اوږد مهالي اوربند پر سر په روانو خبرو کي يو څه خنډونه رامنځ ته شوي دي چې داپروسه يي ورور کړي ده .

په قاهره کي د حماس ديوه مشر خالد مشعل دي څرګندونو د حماس د مشرانو د هغو مخکنيو خبرو په اړه شکونه راپوته کړي چې ويلي ېې وو په نيژدي ورځو کي او په احتمالي توګه تر يکشنبي د مخه به جوړ جاړي ته ورسيږي .
کله چې د مشعل د خبرو په اړه په دمشق کي د حماس له بل مشر علي باراکه څخه وپوښتل شول هغه وويل چې خبري لا هم رواني دي . اسرائـيلو دم ګړۍ په دي اړه کومه تبصره نه ده .
مصر هڅه چې د اسرائيلو او حماس تر منځ د غير رسمي اوربند پرځاي يوه اوږد مهالي اوربند رامنځ ته شي .