سپينه ماڼۍ وايي په افغانستان کي د طالبانو پرله پسي حملي دافغانستان لپاره ديوې سمي ستراتيژي باب د امريکا تصميم پياوړي کوي .

دا خبري وروسته له دي شوي چې پرون په کابل د دري بيلابيلو ځان وژنکو حملو په ترڅ کي لږ تر لږه شپږ ويشت تنه ووژل شول . د کورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر خبريالانو ته وويل د افغانستان پر حکومتي دفترونو دا پرله پسي حملي دهغه په وينا د افغانستان د دښمنانو له خوا شوي .