هولبروک له پاکستانيو چارواکو سره وکتل

افغانستان او پاکستان ته د امريکا نوي استازي ريچارد هولبروک نن په اسلام آباد کي له پاکستانيو چارواکو سره وکتل . سيمي ته دده سفر له القاعده او طالب وسله والو سره د جګړي په کار کي د جمهور رئيس بارک اوباما د اداري د ستراتيژۍ د بيا کتني په اساس برابر شوئ.
هولبروک د پاکستان له جمهور رئيس آصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او پوځي مشرانو سره وکتل.
په دندي باندي د ټاکل کيدو له وخته راهيسي دا سيمي ته د هولبروک لومړنئ رسمي سفر دئ.
جمهور رئيس بارک اوباما تيره شپه د سپني ماڼۍ په خبري کنفرنس کي وويل : اجازه به ورنکړي چي القاعده شبکه په افغانستان او د پاکستان د پولي په اوږدو کي له امن ځايونو څخه آزاد فعاليت وکړي.
جمهور رئيس اوباما وويل له سيمي څخه د تروريستانو د امن ځايونو د له منځه وړلو لپاره د پوځي او سياسي هلو ځلو تر منځ د اغيزمني هم غږۍ اړتيا موجوده ده.
امريکايي چارواکي وايي ريچارد هولبروک چي په ١٩٩٥ ميلادي کال کي يي د بوسنيا د سولي په تړون کي مرسته کړي ، افغانستان او هند ته به هم لاړ شي.