د جرمني په مونش ښار کي د امنيت د کنفرانس دوهمه ورځ ده .

د جرمني دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير پرون د کنفرانس د پرانيستي پرمهال وويل : د بي وسلي کولو او دنورو دفاعي مسلو په اړه دا مهال د يوه توافق لپاره ښۀ فرصت برابر شوي دي . د روسيي دصدراعظم مرستيال سرګي ايوانوف دشتاين ماير د خبرو په تاييد وويل : په دي اړه تاريخي بدلونونه ممکن دي .
ده د امريکا له نوي ادارې څخه په ټينګه وغوښتل چې د هستوي بي وسلي کولو دمهم تړون له نوي کولو سره دي مرسته وکړي . ايوانوف دغه راز خبرداري ورکړ چې په ختيځي اورپا کي د امريکا د توغنديو د دفاعي سيستم نصبول به له بي وسلي کولو سره مرسته ونکړي . تمه ده چې دامريکا د جمهورريس مرستيال جوبايدن نن په کنفرانس کي وينا وکړي .