طالبانو دوه تنه د جاسوسۍ په تور وژلي

طالبانو د افغانستان پولي ته نږدي په قبايلي سيمي کي دوه تنه امريکا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل.
يو سرحدي امنيتي چارواکئ سيد احمد خان وايي دا کسان د نارامي سيمي شمالي وزيرستان په ميرانشاه کي وژل شويدي.
پدي سيمي کي القاعده او طالب وسلهوال فعال دي.
چارواکي وايي د وژل شويو کسانو مړي نن سهار د بسونو يو تم ځاي ته نږدي ميندل شوي او يو ليک ورسره ايښودل شوئ و چي وايي دا دوه تنه د امريکا جاسوسان دي.