روسيه د جرمونود مخنيوي لپاره تيارئ نيسي

د روسيي جمهور رئيس ديمتري ميدوديف نن ددي هيواد له امنيتي سازمانونو څخه په ټينګه وغوښتل چي د اقتصادي بحران له وجي د هر ډول راپيداکونکو بي نظميو لپاره دي چمتو وي. ميدوديف د امنيتي خدمتونو د مشرانو په غونډي کي د بي روزګاريواو نورو ټولنيزو مسلو يادونه وکړه. د روسيي جمهور رئيس وويل امنيتي ځواکونه بايد چي د غير قانوني مهاجرو کاريګرو له خوا د جرمونو په مقابل کي زيات څه وکړي.