د شپږو طاقتونو استازو د ايران د هستوي مسلي په اړه غونډه وکړه

د شپږو سترو طاقتونو روسيي، امريکا، چين، جرمني ، انګلستان او فرانسي استازو د ايران د هستوي پروګرام په اړه نن په جرمني کي غونډه پيل کړه.
فرانکفورت ښار ته نږدي دا ننۍ غونډه وروسته له هغي جوړه شوي چي ايران اعلان وکړ فضا ته يي د لومړي ځل لپاره مصنوعي سپوږمۍ وتوغوله. د ايران دي اقدام په لويديځ کي انديښني رامنځ ته کړي . د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن په واشنګټن کي وويل متحده ايالات له ايران سره د سختي او مستقيمي ډپلوماسۍ په لټه کي دي او که چيري تهران د نړيوالو غوښتني و نه مني ، نو دا کار به عواقب ولري. د جرمني په خبرو کي د امريکا استازيتوب ددي هيواد د بهرنيو چارو د وزير مرستيال وليم برنز کوي.