د تاجکستان ولسمشر روسې ته خپل سفر لغوه کړ

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير وايي ولسمشرامام علي رحمان مسکو ته خپل سفر چې ټاکل شوې وه ، راتلونکې اوونۍ يې وکړي ، لغوه کړى دى .
دفرانسې خبري اژانس د تاجکستان د بهرنيوچارو د وزارت د ويندوى دولت علي ناظريف له قوله وويل چې ټاکل شوې وه ولسمشررحمان په سيمه ييزه سرمشريزه کې دګډون اوله مسکو سره دتاجکستان په دوه اړخيزو مسئلو له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته لاړ شي .
مسکو ته د تاجکستان دولسمشرد سفر دځنډېدو دعلت په اړه ويل شوي چې دکورنيوستونزوپه تېره بيا دبرېښنا دکموالي په خاطر دا سفر لغوه شوى دى .
هغه وزيران په ځلونو له کاره برطرفه کړي او اوس وايي چې وزيران او واليان بايد د ولسي خدماتواکاديمي ولولي .