دامريکا متحد ايالاتو د دسوماليا نوي جمهورريس هرکلي کړي دي او شيخ شريف ته يي مبارکي ويلي ده .

په سوماليا کي د ملګرو ملتونو په وساطت د ملي پخلايني د عمليي په اساس د يوې اسلامي ډلي معتدل يا منځ لارئ مشر شيخ شريف احمد ددي هيواد د جمهور رئيس په څوکې وټاکل شو.
دا پارلماني انتخابات، په سوماليا کي د بي امنيتۍ له وجي په ګاونډي هيواد جي بوتي کي تر سره شول.
شيخ شريف د شريعت محکمي د ډلي مشر دئ چي په ٢٠٠٦ ميلادي کال کي د ايتوپيايي عسکرو له يرغل مخکي يي د سوماليا په مرکز موګديشو او جنوب کي واکمني کوله.