د آزادۍ راډيو خبريال د پاکستاني چارواکو په حواله وايي چې ښاغلى سپانتا به د پاکستان له جمهور رييس آصف على زردارى او د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وګوري. ويل کېږي چې دوى به پر ځينو مهمو سيمه ايزو مسايلو او د دواړو هېوادونو ترمينځ د اړيکو پر پراختيا خبري وکړي.