له اسراييلي ولسمشر سره تر تندو خبرو وروسته زرګونه ترکانو نن د استانبول په هوايي ډګر کې د صدراعظم طيب اردوان هرکلى وکړ.

وروسته له دې چې د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوان د سويس په داوُس ښار کې په نړيواله اقتصادي غونډه کې د اسراييلو له ولسمشر شيمون پېرېز سره تند بحث وکړ، دده زرګونه پلويان نن د استانبول په هوايي ډګر کې د ده د هرکلي لپاره راټول شول.
د اردوان نژدې پنځه زره پلويان سهار وختي په داسې حال کې چې د ترکيې او فلسطين بيرغونه يې رپول د استانبول په نړيوال هوايي ډګر کې د اردوان مخې ته ورغلل. تېره شپه د سويس په داوس ښار کې چې نړيواله اقتصادي غونډه پکې روانه ده اردوان د اسراييلو له ولسمشر شيمون پېرېز سره چې د غزې پر ښار د درويشت ورځنيو عملياتو دفاع يې کوله، تر ګرم بحث وروسته له غونډې ووت. اردوان وروسته وويل چې ده غونډه له پېريز سره د مشاجرې له کبله نه، بلکې له دې کبله پرېښوده چې ده د پېرېز څرګندونو ته د ځواب لپاره کافي وخت ورنکړل شو.
اردوان استانبول ته له رسېدو وروسته نن سهار وويل چې ده دا کار د ترکيې د حيثيت د ساتنې لپاره وکړ. ده زياته کړه:
( زه يوازې په يوه خبره پوهېږم چې ما بايد د ترکيې او له اَلفه تر يې د ترکيې د خلکو د حيثيت ساتنه کړې واى. زه د يوې قبيلې مشر نه يم. زه د ترکيې صدراعظم يم. زه بايد هغه کار وکړم چې بايد ويې کړم. ما دا کار وکړ، او بيا به يې هم وکړم.)
ترکيه له څو محدودو اسلامي هېوادونو څخه دى چې له اسراييلو سره ډيپلوماتيک اړيکي لري او اردوان په دې وروستيو کې د منځني ختيځ د کړکېچ د حل لپاره د ونډې اخيستو هيله هم لرله، خو دى په غزه کې د اسراييلي پوځ د عملياتو له انتقاد کوونکو څخه هم و.
داسراييلو ولسمشر شيمون پېرېز نن وويل هيله من دى چې پرونى تند بحث به له ترکيې سره د اسراييلو پر اړيکو ناوړه اغېز ونکړي.