اروپايي ټولنې او چين د دواړو خواوو د سرمشريزې پر جوړېدو موافقه وکړه.

د اروپايي کميسيون مشر خوزې مانويل بروسو وايي اروپايي ټولنې او چين په خپلو کې د اړيکو د پراخولو په مقصد د يوې سرمشريزې پر جوړېدو موافقه کړې ده. بروسو د چين له صدراعظم وين جياباو سره تر خبرو وروسته يې خبرې کولې. چين په هغه سرمشريزه کې له ګډون ډډه وکړه چې د تېر نوامبر په پاى کې په پام کې وه، ځکه د فرانسې ولسمشر چې هېواد يې هغه مهال د اروپايي ټولنې مشري کوله د تبت له تبعيدي مشر دالاى لاما سره کتلي و.
د اروپايي ټولنې او چين مقاماتو نن د نژدې اتيا ميليونه ډالرو په ارزښت بېلابېل قراردادونه هم لاسليک کړل.