تيره ورځ د ګوجرو د قوم په سلګونه كسان په كونړ ولايت كې سره راټول او له دولت څخه يي د خپلو حقونو غوښتنه وکړه .

په ګوجرو قوم پورې اړوند كسان چې د كونړ ولايت په څوارلسو بيلابيلو ولسواليو كې ژوند كوي له دولت څخه د ښوونځيو ، كلينيكونو ، سړكونو، او نورو پرمختيايي پروژو د جوړولو غوښتنه وكړه .

كونړ والي فضل الله وحيدي وايي چې د ګوجرو قوم د ستونزو د هواري به برخه كې به اقدام وكړي .
نوموړى وايي چې افغان دولت ټولو قومونوته د دوى د حقونو د وركولو په برخه كې ژمن دى .