ماسکو او هاوانا د سړي جګړي په وخت کي نيژدي اړيکي درلودل خو په نولس سوه يو نويم ميلادي کال کي کله چې پخواني شوروي ړنګ شو ددوي ترمنځ روابط هم ساړه شول . د روسي اولسمشر ديمتري ميدوديف د نوامبر په مياشت کي له کيبوبا سره د روسيي د اړيکو د نيژدي کيدو د هڅو په لړ کي هاوانا ته تللي وو . روسي مقامات وايي ممکنه ده چې له کاسترو سره د خبرو په اجندا کي د انژۍ په برخه کي د همکاريو معامله شامله وي .