د پاکستان پوځ وايي نن يي امنيتي ځواکونو ١٢( دولس) مشکوک وسله وال طالبان له افغانستان سره پولو ته نيزدي په قبايلي سميو کي د ياغيانو پرضد عملياتو کي وژلي دي .

امنيتي مامورينو د خپلو استخبارتو د خبرله مخي چې د دري ادم خيل په بازار کي مخالف وسله وال سره غونډه شوي وو او د يوې حملي لپاره يې تياري نيوله عمليات کړي دي .
د پوځ دغه ادعا د مستقلو منابعو له خوا نه ده تاييد شوي . دره ادم خيل د وسلو، او د وسلو د غيري قانوني فابريکو په لرلو مشهوره سيمه ده .
دره ادام خيل د بنسټ پالي ډلي لشکر جنګوي ملاټړ ه هم بلل کيږي چې دا ډله له القاعده سره ارتباط لري .