د اروپايي اتحاديي د بهرنيو اړيکو مشر حاوير سولانا د غزي تړانګي د حالاتو په اړه نن په قاهري کي د مصر له جمهور رئيس حسني مبارک سره وکتل. دواړو مشرانو په غزي کي د اوربند د دوام ، فلسطينيانو ته د بشري مرستو د رسولو په مقصد د غزي تړانګي د سرحدي دروازو د خلاصولو او د فلسطيني ډلو تر منځ د دښمنيو د راکمولو په کار کي د مصر د هلو ځلو په اړه خبري وکړي.
حاوير سولانا منځني ختيح ته په يوه دوه ورځني سفر تللئ چي په لړ کي به يي اردن ، فلسطيني ځمکو او اسرائيلو ته هم لاړ شي.
په عين حال کي منځني ختيځ ته د امريکا نوئ خاص استازئ جورج ميچيل هم سيمي ته روان شوئ. دئ بۀ هم د يوې اوونۍ سفر په جريان کي مصر ، اسرائيلو، لويديځي غاړي ، اردن او سعودي عربستان ته لاړ شي.