د ګرجستان اولس مشر ميخايل ساکاش ويلي د خپلي استعفي په ارتبآط د مخالفينو غوښتنې رد کړي .

هغه وايي :په نظر کي نه لري چې مخکي له وخته انتخابات تر سره کړي . دوه زره ديارلسم ميلادي کال کي دده دکار د دوري تر پاي ته رسيدو ورسته يي د ګرجستان د انتخاباتو وخت را رسيږي .
ساکاش ويلي په يوه تلويزيوني بحث کي دا خبري په داسي حال کي کړي چې د تير اګسټ په مياشت کي له روسيي سره د جګړه په مسله کي دننه په خپل هيواد کي له سختو انتقادونو سره مخامخ دي .
ساکاش ويلي همدا شان ويلي هغه هيله من دي چې له ګرجستان څخه د امريکا د ملاټړ په پاليسي کي د نوي جمهورريس بارک اوباما په راتلو سره کوم بدلون رانشي .