د امريکا د بهرنيو چارو دو زارت وياند رابرت وود وويل د اوباماپه مشرۍ د امريکا نوي اداره غواړي چې د افغانستان په اړه له روسيي سره نيژدي کار وکړي . د امريکا متحده ايالاتو وروسته له هغي چې دپاکستان په قبايلي سيمو کي يي څو ځله پر اکمالاتي کاروانونو بريدونه وشول . اوس په افغاسنتان کي د خپلو ځواکونو داکمالاتو لپاره د نورو متبادلو لارو په لټه کي دي . په دي وورستيو کي د عراق او افغانستان لپاره د امريکا دپوځ عمومي قوماندان جنرال ديويد پترويس دافغانستان د شمال له لاري ديوې اکمالاتي لاري په لټه منځني اسيا ته سفر وکړ .
د افغانستان ګاونډي ازبکستان ته د جمعي په ورځ د روسيي اولس مشر ديمتري ميدوديف دسفر په لړ کي وويل : روسيه دي تياره ده چې په افغانستان کي د تروريزم او مخدرو موادو پرضد مبارزه کي له نړيوالو هڅو ملاټړ وکړي . دروسيي اولس مشر وويل هغه هيله من دي چې د بوش د اداري په نسبت به بارک اوباما وکولاي شي چې د افغانستان د ثبات لپاره ډير بريالي ګامونه پورته کړي .