په افغانستان کې میشت ایساف یا نړیوال سوله ساتې ځواکونه وايي د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یې په پوځي عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو مشهور قومندان وژلی دی.

ایساف ځواکونو په یوې اعلامیې کې وژل شوی قومندان حاجي علم په سیمه کې په بمي چاودنو او نورو ورانکارو فعالیتونو په ترسره کولو تورن کړی دی.

په اعلامیې کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د یوه ویاند په حواله راغلي دي، چې د حاجي علم په وژل کیدو سره وسلوالو طالبانو شدیده ضربه خوړلې او د هغوی په فعالیتونو به منفي اغیزه وکړي.