د روسيي طبيعي غاز اروپا ته بيرته جاري شو

روسيي له دوو اونيو بندښت وروسته نن د اوکراين له لاري اورپا ته د طبيعي غاز انتقال بيرته پيل کړ.
د اوکراين د غاز دولتي کمپنۍ نفتوهاز تائيد کړه چي د روسيي غاز اروپا ته چالان شوئ.
کارپوهان وايي د ٣٦ ساعتونو په مودي کي بۀ د روسيي غاز اروپايي مشتريانو ته ورسيږي.
اروپا ته د روسيي د طبيعي غاز انتقال وروسته له هغي بيرته پيل شو چي پرون روسيي او اوکراين په خپلو کي د طبعي غاز يو ١٠ کلن تړون لاسليک کړ.
روسيي د جنورۍ په لومړي نيټي وروسته له هغي اوکراين ته د طبيعي غاز انتقال بند کړ چي د ٢٠٠٩ ميلادي کال لپاره د غاز په بيي سره جوړ نشول.