په بلخ ولايت كي د ښونځيو د دولسم ټولګيو له دوو زرو څخه زياتو فارغانو د كانكور په آزمويني كي ګډون وكړ .

د بلخ د پوهنتون چارواكو آزادۍ راډيو ته ويلي د دريو ورځو په ترڅ كي به د هغه ولايت د نجونو او هلكانو د ښونځيو ۶۴۰۰ شپږ زره څلور سوه زده كونكي د كانكور آزمويني تر سره كړي .
دغه آزمويني په كابل او ولايتونو كي له دوو اونيو را په ديخوا پيل شوي چي د لوړو زده كړو د وزارت چارواكي وايي د راتلونكي كال لپاره به ۵۰ زره زده كوونكي د هيواد د لوړو زده كړو په موسسو كي جذب شي .