د بشري حقونو سازمان وايي د عزيزآباد د بمبارۍ په اړه د امريکا په څيړنو کي ستونزي دي

د بشري حقونو د څارني سازمان وايي په شينډنډ کي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي په اړه د امريکا د متحده ايالاتو په څيړنو کي ستونزي موجودي دي.
شاوخوا پنځه مياشتي وړاندي امريکايي ځواکونو د شينډنډ ولسوالۍ په عزيزآباد آباد کلي باندي له بمبارۍ وروسته يوازي د پنځو او يا ٧ ملکي کسانو مړينه تائيد کړي وه خو د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو ويلي په دي پيښي کي شاوخوا ٩٠ تنه ملکي خلک وژل شويدي.
د بشري حقونو سازمان د امريکا د دفاع وزير ته په يوه استولي ليک کي ليکلي: د عزيز آبآد د پيښي په اړه د متحده ايالاتو څيړنو د امريکا هغه ژمني تر پوښتني لاندي راوستي چي وايي په افغانستان کي د پوځي عملياتو په جريان کي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي مخه نيسي.