د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندي مشر جنرال ډيويد پيترياس ترکمنستان ته تللئ

د امريکا د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندي مشر جنرال ډيويد پيترياس ترکمنستان ته تللئ تر څو د هغه هيواد له چارواکو سره د مرکزي آسيا د امنيت په اړه خبري وکړي.
اسوشئتد پرس آژانس وايي ټاکل شوي چي جنرال پيترياس به نن د ترکمنستان له جمهور رئيس قربانګلي بردي محمودف سره وګوري. جنرال پيترياس له دي مخکي قزاقستان ته تللئ و او د هغه هيواد له جمهور رئيس نور سلطان نظربايف سره يي کتلي و. دواړو مشرانو په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو ته د اکملاتو د روسولو لپاره د قزاقستان د ترانزيتي لاري په امکاناتو خبري کړي وي.
د افغانستان او پاکستان په پولي کي د امنيت په خرابيدو سره ناتو او متحدين يي افغانستان ته د نورو امنو اکمالاتي لارو په لټه کي دي.