په داسې حال کې چې په غزې کې داسرائيلو او دفلسطينيانو دحماس گوند ترمينځ اوربند لپاره ديپلوماتيک زيارونه دوام لري ، رپوټونه وايي په غزې باندي داسرائيلو دبريدونو په نتيجه کې چې له نولسو ورځو راهيسي دوام لري دفلسطينانو تلفات له زرو کسانو اوښتي دي ٠
په غزه کې فلسطيني منابع وايي ددغو بريدونو په نتيجه کې تروسه يوزرو لس کسه مړه او څلور زره او شپږ سوه نورټپيان شوي دي ٠
دملگرو ملتونو دکوچنيانو اداره وايي چي په مړو شويو کسانو کې څه دپاسه درې سوه کوچنيان دي او دغه راز دټپيانو په شميرکې هم څه دپاسه يو زرو پنځه سوه کوچنيان شامل دي ٠
دملگرو ملتونو دکوچنيانو دادارې مشرې آن وينيم وويل چې کوچنيان او ددوي کورنۍ په بې رحمه زورزياتي کې گير شوي دي ٠
بل خوا دملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون چې سيمې ته دخپل سفر په پيل کې قاهري ته رسيدلے د زورزياتي دفوري درولو غږ کړي دي ٠
دملگرو ملتونو عمومي منشي په داسي وخت کې دسيمې ليدنه کوي چې اسرائيلو په غزې باندي خپلو بريدونو ته دنولسمې پرله پسې ورځې لپاره دوام ورکړ٠
اسراييلي قواوو هوايي بريدونه هم کړي او ددوی پياده عسکر هم له فلسطيني جنگيالو سره نښتي دي ٠