د ملګرو ملتونو عمومي مشني يو ځل بيا په غزي کي د سمدستي اوربند غږ وکړ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون د غزي په تړانګي کي د اسرائيلو او حماس تر منځ د سمدستي اوربند غږ نوئ کړ.
بان کميون دا غوښتنه په قاهري کي وکړه. په غزي باندي د اسرائيلو په حملو کي تر اوسه ٩٧٠ تنه فلسطينيان وژل شوي چي نيمايي ملکي خلک دي .
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بۀ دغه راز اردن، اسرائيلو او سوريي ته هم لاړ شي خو دايي ويلي چي له حماس اسلامي ډلي سره به مسقيم تماس ونه نيسي.

اسرائيلو او حماس دواړو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تيري اوونۍ پريکړه ليک چي د جګړو د ختميدو لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه کوي، رد کړيدئ.

له بلي خوا د اسرائيلو پوليس وايي د لبنان له جنوب څخه نن د اسرائيلو شمال ته نن دري توغندي وورول شول. پوليس وايي دا توغندي په خلاصي سيمي لګيدلي او مرګ ژوبله يي نده رامنځ ته کړي.