اروپايي کميسون وايي په روسي او اوکراين ممکن حقوقي دعوا وشي

د اروپايي کميسيون رئيس هوزي منويل براسوو وايي دوي به اروپايي کمپنيو ته مشوره ورکړي چي اروپا ته د روسيي د طبيعي غاز د ژر نه جاري کيدو په صورت کي دي د روسيي او اوکراين د انرژۍ په کمپنيو باندي حقوقي دعوا وکړي.
د جنورۍ له اوومي يعني له کومي ورځي چي روسيي له اوکراين سره د پيسو په سر لانجه کړي او اروپاته يي د طبيعي غاز صادارت بند کړي ، شاوخوا اتلس اروپايي هيوادونه د غاز له کمښت سره مخامخ شويدي.
په اروپا کي په زرګونو کسان د تودوخي له امکان څخه محروم شوي ، په ختيځي او جنوبي اروپا کي يو شمير فابريکو خپل توليدات هم بند کړيدي.