د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په عراق کي د ايران د رژيم د يوې مخالفي ډلي په وړاندي خپل پخوانئ دريځ يو ځل بيا تکرار کړ او دا ډله يي يوه تررويستي ډله وبلله.
د مجاهدين خلق ډلي هلي ځلي چي غواړي ځان د تروريستي سازمانونو له ليست څخه وباسي ، کومي نتيجي ته ندي رسيدلي. د امريکا د بهرنيو چارو وزيري کاندليسا رايس د ثبت فدرالي اداري ته په يوه ليک کي چي د دوشنبه په ورځ خپور شوئ، ويلي د مجاهدين خلق ډلي په اړه له څيړنو وروسته دي نتيجي ته رسيدلي چي ددي ډلي په وړاندي د امريکا پخوانئ دريځ مناسب او په ځاي دئ.
په ٢٠٠٣ ميلادي کال کي چي کله د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د صدام حسين رژيم ړنګ کړ نو مجاهدين خلق ډله يي بي وسلي کړه او ددي ډلي وسله وال غړي يي د بغدا د د شمال په ١٢٩ کيلومترۍ کي د اشرف پنامه کمپ کي د محاصري په شکل ساتلي دي.